BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

کورونا وېروس:

ځانګړي مطالب

  • پر پاکستاني پوځ نیوکې؛ مشهور خبریال حامد میر له خپلې خپرونې لېرې کړل شو

    مشهور پاکستانی ژورنالیست او له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د دغه هېواد پر جیو نیوز خصوصي تلویزیون د خپرونو چلوونکی حامد مير سر له نن (دوشنبې د مې ۳۱مې) نور د "کپیټل ټاک" په نوم د خپلې سیاسي خپرونې کوربتوب نه کوي. د یادونې ده چې ښاغلي میر د تېرې جمعې پر ورځ د یوه بل ژورنالیست اسد علي طور کور ته د دریو ناپېژانده کسانو د ورتګ او له هغه سره د زور زیاتي پر خلاف لاریون ته د وینا پر مهال د پاکستان پر پوځ او استخباراتو توندې نیوکې کړې وې.

  • "د ډنمارک استخباراتو پر اروپايي مشرانو جاسوسۍ کې له امریکا سره همکاري کړې"

    ډنمارک کې د څارګرۍ یو سازمان تورن شوی چې له متحد ایالتونو سره یې د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل په ګډون د اروپايي مشرانو خلاف جاسوسۍ کې همکاري کړې ده. د ډنمارکي رسنیو لخوا د رپوټونو له مخې د دغه هېواد د دفاعي خدماتو سازمان (ایف يي) له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کال- هغه مهال چې بارک اوباما ولسمشر و- د امریکا د ملي امنیت ادارې (این اېس اې) سره مرسته کړې چې د اروپايي مشرانو تلیفوني او انټرنیټي تماسونه ثبت او واوري.

  • د لوګر برید؛ میاشت وروسته د قربانیانو کورنۍ په څه وضعیت کې دي؟

    میاشت وړاندې د لوګر مرکز پل علم ښار کې خونړي موټر بم برید د ازرې ولسوالۍ د یوه کلي ۲۳ ځوانان ووژل او د پراخو وېجاړیو تر څنګ یې له ۱۱۰ ډېر کسان ټپیان کړل. هغه ځای اوس هوار میدان ته ورته ښکاري. په ټپیانو کې شپږ کسان د اکبر خېلو او پاتې نور یې د پُل علم ځايي اوسېدونکي وو. بي بي سي له دې بریده میاشت وروسته د یو شمېر قربانیانو له کورنیو سره خبرې کړې دي او د دوی وضعیت یې پوښتلی دی.

  • بورېس جانسن ولې په پټو مراسمو کې واده وکړ؟

    رپوټونه وايي د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن له خپلې کوژدنې کري سیمونډس سره د وېسټمنسټر کتدرال په یوه پټه مېلمستیا کې واده وکړ.

نیمه نړۍ

  • د اسټرالیا بدنامه درغلګره د ماشوم تښتولو په جرم بندي شوه

    اسټرالیا کې د چل او درغلګرۍ بدنامه هنرواله څېره سمانټا ازوپارډي د ماشوم تښتولو په جرم مېلبورن کې زنداني شوه. هغه د جعلي هویتونو په کارولو سره د نړۍ لروبر د جرمونو اوږده مخینه لري. هغه د اسټرالیا د سیډني اصلي اوسېدونکې ده او د تېرې لسیزې اوږدو کې په ایرلنډ، کاناډا او په کور دننه بېلابېلو ایالتونو کې په وار وار په مختلفو نومونو د ورانکارۍ له کبله نیول شوې ده.

  • افغانستان کې "هرو ۱۰ کې ۳ نجونې" د میاشتني عادت پر مهال له زدکړو پاتېږي

    د افغانستان د پوهنې وزارت د نجونو په ټولو ښوونځیو کې د پاکو اوبو او مناسبو روغتیايي خدمتونو د برابرولو په اړه خبر ورکړی دی.

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

بریتانیا سلګونو افغانانو او د دوی کورنیو ته د ویزې ورکولو بهیر چټکوي

د بریتانیا حکومت وايي، هغو سلګونو افغانانو ته بریتانیا کې د ویزې ور کولو بهیر چټکوي چې د دغه هېواد پوځ او حکومت سره یې کار کړی دی. د نوي پلان له مخې د دغو کسانو او د کورنیو په ګډون یې تر درې زرو ډېر افغانان بریتانیا کې مېشتېږي، خو تر دې مخکې هم نږدې ۱۳ سوه کسانو ته بریتانیا کې اقامه یا استوګنه ور کړل شوې ده.

بلوچستان کې ولې یو کب په ۷۸۰ زره روپۍ پلورل شوی؟

د پاکستان بلوچستان کې کب نیونکي عبدالحق او ملګرو یې د ګوادر ساحلي سیمې له سمندره یو کب نیولی چې په ۷۸۰ زره روپیو بدل کې پلورل شوی دی.

چین کې تر دې وروسته هر جوړه درې بچي زېږولی شي

چین وايي، له دې وروسته د دغه هېواد هره جوړه درې بچي زېږولی شي او په دې ډول له لسیزو وروسته له هرې جوړې د دوو بچیانو لرلو محدودیت لرې کېږي. د چین دولتي رسنۍ شین هوا وايي، په قانون کې دا بدلون د چین ولسمشر شي جن پینګ په مشرۍ د چین کمونېست ګوند مرکزي سیاسي دفتر غونډه کې راغی.

د "ای پي ایل" پاتې لوبې سپتمبر کې متحدو عرب اماراتو کې پیلېږي

د هند د کرېکټ غوره لیګ 'ای پي ایل' د ۲۰۲۱ کال د سیالیو پاتې لوبې راتلونکې سپتمبر او اکتوبر متحدو عرب اماراتو کې کېږي. د پاکستان د غوره لیګ سږنۍ سیالۍ هم ځینو لوبغاړو او د لوبډلو نورو غړو کې د کورونا د مثبتو پېښو د تشخیص له کبله ځنډېدلی او ټاکلې دغه لیګ نږدې وخت په متحدو عرب اماراتو کې بېرته پیل شي.

ډاروونکي خوبونه، ژور خپګان او اندېښنه؛ د غزې د ماشومانو ژوند

د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ له جګړې وروسته په غزه کې د ماشومانو رواني وضعیت څنګه دی؟ پر ماشومانو د جګړې او بمباریو اغیز څه دی؟ په دې رپوټ کې له داسې چا سره خبرې شوي چې په جګړه کې را لویه شوې او اوس په غزه کې د جګړه ځپلو ماشومانو رواني درملنه کوي.

چین د افغانستان له ډبرو سکرو د برېښنا تولید کې پانګونه کوي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له ولسمشر غني سره د چینايي پانګوالو ګروپ د ډبرو له سکرو د برېښنا انرژۍ د تولید لپاره پانګونې ته چمتووالی ښودلی. یادې ډلې ویلي، غواړي افغانستان کې د کابو ۴۰۰ میلیون ډالرو پر پانګونه ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.

'انټرنټ اکسپلورر' راتلونکی کال خپلو کاروونکو سره خدای پاماني کوي

مایکروسافټ تکنالوژۍ شرکت اعلان کړی دی چې خپل یو تر ټولو مشهور او ډېر کارېدونکی پروګرام، انټرنټ اکسپلورر' به د راتلونکي ۲۰۲۲ کال له جون وروسته بندوي.

ویډیو, غزني کې د کتاب اونۍ, موده 2,31

په غزني ښار کې د کتاب د اونۍ په ویاړ د ګڼ شمېر فرهنګیانو، قلموالو او ادیبانو په ګډون د یوې غونډې په څنډو کې د شاوخوا څلور زره عنوانه کتابونو نندارتون جوړ شوی و چې د کتاب پلورونکو لپاره د یوه ځای ځانګړي کولو غوښتنه وشوه. اسدالله بلهار جلالزی دغه نندارتون ته ورغلی او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی دی.

ځانګړې پاڼه

  • دعکسونو ګالري, د صیاد ښکلا

    د انځورونو په دې ګالري کې د پروان ولایت د صیاد د طبعي ښکلا انځورونه ګورئ. دا انځورونه یعقوب خالقي اخیستي او بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته یې راستولي دي.

  • دعکسونو ګالري, انځورونه؛ غزه کې ویجاړي او ویر

    په غزه تړانګه کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ ترینګلتیا لاهم دوام لري، چې د عامو وګړو ویجاړي او ویر یې لا پسې زیات کړی دی.

  • کوچنی اختر په انځورونو کې

    په نړۍ کې میلیونونو مسلمانانو نېکمرغه کوچنی اختر ولمانځه. کوچنی اختر د مسلمانانو په کلیز کې له لویو اسلامي مراسمو ګڼل کېږي.

  • دعکسونو ګالري, کندهار کې د ځمکنيو توتانو کرکيله ډېره شوې

    افغانستان د ځمکنيو توتانو کرکيلي لپاره مناسبه هوا او اوبه لري. د دې هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه کندهار کي د ځمکنيو توتانو یا توتۍ کرکیله وروستيو کي پراخه شوې ده. ځمکني توتان یا توتۍ په لويه کچه د ويټامين سي تر څنګ په خپل ترکيب کې نور ويټامينونه هم لري چې د انسان روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي. په کندهار کې زموږ خبريال مامون دراني دغه عکسونه رالېږلي دي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Pashto Tv, ۱۳:۳۰, ۱ جون ۲۰۲۱, ۲۶،۰۰ موده

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

    د راډیو لپاره ښه غږ څه ډول وي؟

    ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ د خلکو خوښېږي او د ځینو نورو يې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږ څنګه کیدای شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډیمي یوه مسئوله مدیره کیتي لوګن په دې اړه هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو يې زیات شمېر خلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږېږي.